ځینې پانګوال چمتو دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي.

0
126

ځینې پانګوال چمتو دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي.

 

09 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له پانګوالو سره وکتل او د دغه وزارت په پروژو کې د پانګونې په اړه یې نظریات تبادله کړل.

 

خبر زیاتوي چې راغلو پانګوالو وویل، هوډ لري چې د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي او ځمکه ورکړل شي، چې یو مجهز روغتون ورغوي.

 

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ډاډ ورکړ، چې د یاد وزارت په ټولو پروژو کې ورته زمینه برابرولی شي، چې پانګونه وکړي.

اړوند موضوعات

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د یونسکو د فرهنګي برخې له مسؤل سره کتلي.

 

نوموړي زیاته کړه، په پېروزي هستوګنیز ښارګوټي کې چې زیر بناء یې برابره ده، په بشپړه توګه زمینه برابره ده، چې پانګونه وشي.

Leave a reply