د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د یونسکو د فرهنګي برخې له مسؤل سره کتلي.

0
230

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د یونسکو د فرهنګي برخې له مسؤل سره کتلي.

18 جون یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د یونسکو سازمان د فرهنګي برخې له مسؤل برینډا کسار او مل هیئت سره وکتل.

 

په دغه کتنه کې، د وزارت او یونسکو سازمان د فرهنګي برخې ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت، د تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو پر ساتنې بحث وشو.

 

سرپرست وزیر، د یونسکو د فرهنګي برخې مسؤل اوملګرو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، افغانستان د ډېرو تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو درلودونکی دی چې دا تاریخي ابدات او میراثونه ساتنې او پالنې ته اړتیا لري.

 

دغه راز نعماني وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو، فرهنګي میراثونو، او تاریخي ښارونو د رغونې او ترمیم په موخه د دې وزارت په اډانه کې ځانګړی ریاست لري چې په ټول هېواد کې فعالیت کوي.

په ناسته کې، افغانستان کې د یونسکو د فرهنګي برخې مسؤل برینډا کسار وویل، افغانستان کې ډېر تاریخي ابدات او فرهنګي میراثونه شتون لري، چې نړیوالو ته ځانګړی اهمیت لري.

اړوند موضوعات

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د هېواد له لوی درستیز او د بدخشان له والي سره کتلي.

 

نوموړي په کابل، هرات، بلخ او نورو ولایتونو کې د تاریخي ابداتو یادونه وکړه او په ځانګړې توګه یې د بامیان ولایت د تاریخي ابداتو ارزښت ته اشاره وکړه.

Leave a reply