د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د هېواد له لوی درستیز او د بدخشان له والي سره کتلي.

0
262

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د هېواد له لوی درستیز او د بدخشان له والي سره کتلي.

19 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد سرپرست وزیر حمدالله نعماني د هېواد له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د بدخشان له ښاغلي والي مولوي امان الدین سره وکتل او په بېلا بېلو مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د هېواد لوی درستیز او د بدخشان والي د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې د ښاري وضعیت، مسکن او ساختمان برخه کې خبرې وکړې او په دغه برخه کې شته ستونزې یې مطرح کړې.

 

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني وویل، ښاري او د مسکن ستونزو ته رسېدنه، پلان جوړونه او د خلکو ستونزو د حل پیدا کول یې د وزارت دندې او کاري لومړیتوبونه دي، چې د نورو ولایتونو ترڅنګ به د بدخشان لپاره هم هڅې وشي.

اړوند موضوعات

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین هیواد له سفیر سره په ودانیزو چارو خبرې اترې کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، د وزارت متخصصین به د سیمو له نږدې کتلو وروسته هلته د شته ستونزو د حل برخه کې اقدام وکړي.

Leave a reply