د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین هیواد له سفیر سره په ودانیزو چارو خبرې اترې کړي.

0
106

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین هیواد له سفیر سره په ودانیزو چارو خبرې اترې کړي.

16 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د چین هېواد له سفیر ښاغلي وانګ یوو سره وکتل او په بېلا بېلو ودانیزو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

 

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په ځانګړې توګه په کابل کې د نیله باغ پروژې د په ټپه ولاړو چارو د بیا پیل او سرته رسولو غوښتنه وکړه.

 

 

حمدالله نعماني وویل، د ا.ا.ا د ټولو هغه مسؤلیتونو ترسره کولو ته ژمن دی چې په تفاهم لیک کې لیکل شوي دي. نوموړي وویل، تېره اوونۍ یې د دغې پروژې له نیمه کاره چارو لیدنه وکړه او هلته د برېښنا او امنیت برخه کې شته ستونزې یې حل کړې.

 

ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام، په کابل کې د چین له سفیر غوښتنه وکړه، چې څومره ژر چې کېدای شي د یادې پروژې چارې پیل او ګټې اخیستنې ته دې یې وسپاري.

 

دغه راز په لیدنه کې ښاغلي سرپرست وزیر له چینایي لوري غوښتنه وکړه، چې افغانستان کې د پانګونې په موخه چینایي پانګوال وهڅوي، ځکه په وینا یې اوسمهال افغانستان کې امنیت خوندي دی او د پانګونې لپاره مناسب شرایط او چاپیریال رامنځته شوی دی.

 

د وزیر بله غوښتنه د چین له سفیر دا وه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو لپاره دې په تخنیکي او نورو برخو کې د لنډمهاله او اوږدمهاله زده کړو زمینه برابره کړي.
په لیدنه کې کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یوو، د چین او افغانستان تاریخي او دوستانه مخینې ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې دوی د یو امن او باثباته افغانستان هیله لري.

 

سفیر وانګ یوو زیاته کړه، تمه لري چې د چین او افغانستان ترمنځ به سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي او دغه برخه کې د دواړو هېوادونو پر مثبت رول ټینګار وکړ.

 

په کابل کې د چین سفیر وویل، ډیرې رغنیزې پروژې یې په لومړیتوب کې دي، چې د نیله باغ پروژه هم یوه له هغو ده او دوی هم لېواله دي چې چارې یې پیل شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال سره کتلي.

 

د خپلو خبرو په پای کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یوو، زیاته کړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړونې او په افغانستان کې د پانګونې په موخه به د خپل حکومت او پانګوالو سره خبرې وکړي، چې په خبره یې تمه لري مثبته پایله به ولري.

Leave a reply