د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال سره کتلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال سره کتلي.
10 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي د یاد ریاست سیاسي مرستیال تیره ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال کریمي بامیاني او جنرال صداقت سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاده لیدنه کې کریمي بامیاني د ياد وزارت د پروژو او چارو په اړه خپل معلومات شريک کړل او وې ويل، د اسلامي امارت غېږه ټولو قومونو ته خلاصه ده او د شيعه هيوادوالو د ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
ورپسې جنرال صداقت خبرې وکړې او اسلامي امارت ته يې د همکارۍ ډاډ ترڅنګ د دايکنډي ولايت ستونزې هم بيان کړې.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د خوست ولایت جهادي مدرسې له مشر او نورو علماؤ سره کتلي.
سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وويل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور او له تبعیض پرته د ټولو په خدمت کې دی او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې به يې له اړوندو مسوولينو سره شريکې کړي.