د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره د افغانستان لپاره د ناروې هیواد شارژدافیر کتلي.

0
173

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره د افغانستان لپاره د ناروې هیواد شارژدافیر کتلي.

20 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سیاسي معین شير محمد‌ عباس ستانکزي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارزدافیر پال کلومان بکن وکتل.

 

په لیدنه کې ښاغلي بکن، د اسلامي امارت له خوا د امنیت د تأمین او مخدره موادو سره د مبارزې په تړاو اخیستو اغېزمو ګامونو باندې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې له افغان کروندګرو سره باید د بديل معيشت په برخه کې مرسته وشي.

 

همداراز سیاسي معین ستانکزي وويل چې افغان حکومت د مخدره توکو بشپړ لمنځه وړلو ته ژمن دی او دا يې په عمل کې هم ثابته کړې،خو نړيوالې ټولنې تر اوسه په دې برخه کې هیڅ ډول مسووليت نه دی ترسره کړی.

اړوند موضوعات

عباس ستانکزی: هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

 

په ناسته کې د یادو موضوعاتو ترڅنګ په يو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو باندې هم خبرې وشوې او ټینګار وشو چې مسايل يواځې او یواځي د مخامخ خبرو اترو له لارې حل کېدلای شي.

Leave a reply