عباس ستانکزی: هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې هېواد کې د زدهکړو زمینه برابره شي.

عباس ستانکزی: هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې هېواد کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
9 دسمبر 2022
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل د نوي والي د معرفۍ په غونډه کې په هېواد کې ټولو ته په مساوي توګه د زدهکړې زمینې پر برابرولو ټينګار کړی دی.
ستانکزي ویلي، زدهکړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي. نوموړي زیاته کړې چې هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې هېواد کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز څرګنده کړه، چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي څو هېواد له روانو ستونزو او ناخوالو راووځي. هغه وویل، هر افغان د هېواد په سیاسي او اقتصادي چارو کې د ګډون حق لري.
نوموړي پر چارواکو هم غږ وکړ چې ځانونه دې په انزوا کې نه ساتي او په وینا یې ولس سره دې نږدې پاتې شي.
اړوند موضوعات
له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت بیا واک ترلاسه کړی، هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او نجونې زدهکوونکې له زدهکړو محرومې دي.






