د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.

0
109

د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.

20 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد ځانګړي استازي آصف دراني د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

 

په پیل کې مولوي متقي نوموړي ته د نوي مسئولیت د مبارکي ترڅنګ وویل: هیله لرو ستاسې په ګمارل کېدو سره به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکېلا هم پراختیا ومومي، او ددې لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

 

ښاغلي متقي وویل: په افغانستان کي د امن په راتلو سره خورا ښه فرصت رامنځته شوی چي د دواړو هیوادونو اقتصاد وغوړیږي لویې، پروژي شروع شي او تجارت مو هم زیات شي.

 

سرپرست وزیر د امنیتي همکاریو په اړه وویل: فغانان هیڅکله چا ته ضرر نه رسوي، موږ نه پریږدو چې خاوره مو د کوم هیواد په خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي.

 

ورپسې ښاغلي دراني وویل: له څلور لسیزو جګړو او ستونزو ورسته د سرتاسري ثبات او امن مبارکي درته وایم، زما هڅه به دا وي چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا قويپراخې شي، موږ او تاسې په تجارتی برخه کې پرمختګونه لرو چې د ستاینې وړ دي، د سیمې امن د ټولو په ګټه دی او د امنیت په برخه کي به همکاري سره کوو.

 

ښاغلي دراني وویل: حاضر یو چې په سیاسي، اقتصادی او نورو برخو کې دوه اړخیز میکانیزمونه جوړ او پلي کړو، د تورخم – جلال آباد سړک د رغولو کار ته به جدی توجه وکړو چي شروع یې کړو، افغانانو ته د ویزو په برخه کې په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره تسهیلات رامنځ ته شي.

اړوند موضوعات

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

 

مولوي امیرخان متقي په پاکستان کې د افغان بندیانو او د افغان سوداګرو د مالونو د ځنډېدو ستونزو د حل غوښتنه وکړه چې د ښاغلي دراني له خوا د بشپړې همکاري ژمنه وشوه.

Leave a reply