په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

0
223

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

13 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې، آغلې روزا اتونباييفا، او د يوناما مرستيال او د بشري امورو نوي مسؤول، ښاغلي ډانيل انډريس، د بهرنيو چارو له وزير، مولوي اميرخان متقي، سره وليدل.

 

په پيل کې آغلې روزا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري امورو نوی مسؤول معرفي کړ او ويې ويل چې ښاغلی ډانيل انډريس د بشري امورو د ډګر يو باتجربه رهبر دی او د بيلابيلو نړيوالو مرستندويه ماموريتونو د مسؤول په توګه يې دندې تر سره کړي.

 

ښاغلي ډانيل انډريس د خپلې کاري تجربې په اړه د معلوماتو په ترڅ کې يادونه وکړه چې دا يې افغانستان ته په تيرو څه باندې درې لسيزو کې درېيم ماموريت دی او دا وار په داسې حال کې افغانستان ته راځي چې جنګ پای ته رسيدلی او امنيت او ثبات راغلی.

 

ور پسې آغلې روزا په تيرو څو اوونيو کې د افغانستان په اړه تر سره شويو او راتلونکو نړيوالو غونډو د اهدافو په اړه د بهرنيو چارو له وزير سره معلومات شريک کړل.

 

بهرنيو چارو وزير، مولوي اميرخان متقي، ښاغلي ډانيل انډريس ته د نوموړي په نوې دندې کې د برياليتوب د هيلې تر څنګ د افغانستان د اسلامي امارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ او غوښتنه يې وکړه چې له افغانستان سره کيدونکې مرستې په داسې توګه عيارې شي چې د عامو وګړو پر ژوند پاييدونکی اغېز ولري.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره افغانستان کې د ناروی د شاهي دولت شارژادفیر کتلي او خبرې اترې یې کړي.

 

نوموړي همداراز وويل چې نړيواله ټولنه بايد د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي او هغوی ته د باعزته کاروبار فُرصت ور کړي.

Leave a reply