د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره افغانستان کې د ناروی د شاهي دولت شارژادفیر کتلي او خبرې اترې یې کړي.

0
130

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره افغانستان کې د ناروی د شاهي دولت شارژادفیر کتلي او خبرې اترې یې کړي.

11 جولاي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارزدافیر پال کلومان بکن وکتل.

 

په لیدنه کې ښاغلي بکن د اسلامي امارت له خوا په پرمختګونو لکه د امنیت تامین، پولي ثبات رامنځته کول، مخدره موادو سره مبارزه، په بشري وضعیت کې ښه والي او په خصوصي سکتور کي د ښځو کار ته لاسرسي کې زیاتوالې باندې خوښي څرګنده کړه.

 

سرپرست وزیر متقي وویل چې د تیرو شلو کلونو پر پرتله د دومره سترو لاسته راوړنو سره سره نړیوال تراوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته ندي را وړاندي شوې او برعکس یې کوشش کړی چې په اسلامي امارت فشارونه لا زیات کړې، چې دا کار اعتماد سازي لپاره په زیان تمام شوی او د ولس په ذهنیت یې بد اثر کړی.

اړوند موضوعات

کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې اترې کړي.

 

په پاې کې د یو لړ نورو موضوعاتو ترڅنګ تاکید وشو چې د اعتماد سازي په برخه کې باید په ګډه لازم ګامونه واخستل شي.

Leave a reply