کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې اترې کړي.

کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې اترې کړي.
08 جولاي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي سره د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکاډا وکتل.
د جاپان سفير په افغانستان کې د عمومي امنيت ټينګښت په تېرو ۴۰ کالو کې بې ساری وباله. هغه د نورو موضوعاتو يادونې تر څنګ وويل چې دوی له افغانستان سره د مخدره مواد، زدکړو، اقليم بدلون، اوبو مديريت، تاريخي اثار، روغتيا او نورو برخو کې ښکیلتیا او د همکاريو پراختيا ته لېواله دي.
ورپسې د بهرنيو چارو وزير وويل چې نړېوال بايد د امنيت ټينګښت، د مخدره توکو، زدکړو، د معتادينو درملنې، د روغتيايي خدماتو او نورو برخو کې لاس ته راوړنو سترګې پټې نه کړي او داسې لار اختيار کړي چې پر مټ يې مثبت خوا ته لاړ شو.
اړوند موضوعات
کابل کې د برتانیې شارژدافیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.
خبر زیاتوي چې د دغې لیدنې په پای کې په د دواړو هیوادونو پر تعامل او د همکاريو پراختيا په اړتيا ټينګار وشو.





