د “فان چین افغان” شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې 

0
171

د “فان چین افغان” شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې 

چینايي شرکت “فان چین افغان” ویلي، په پام کې لري چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید، د سمنټو د فابریکو د جوړولو او روغتیا په برخه کې ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د لومړي وزیر سرپرست مولوي عبدالکبیر د چین د کانونو د پروسس او سوداګرۍ شرکت له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د ژوند او مال ساتنه کوي.

 

(2023 / 7 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چینايي شرکت “فان چین افغان” ویلي، په پام کې لري چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید، د سمنټو د فابریکو د جوړولو او روغتیا په برخه کې ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د لومړي وزیر سرپرست مولوي عبدالکبیر د چین د کانونو د پروسس او سوداګرۍ شرکت له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د ژوند او مال ساتنه کوي.

د صدراعظم د دفتر د مطبوعاتو او مراسمو مشر حسن حقیار طلوع نیوز ته وویل: په دې کتنه کې د چین پلاوي ژمنه وکړه چې په لومړي ګام کې به په افغانستان کې څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او نورې چینايي کمپنۍ به هم په دغه هېواد کې پانګونې ته وهڅوي.

اړوند موضوعات:

سوداګرۍ وزارت: په تېر یو نیم کال کې چین افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده 

” دوی ته د امارت له لوري هم ډاډ ورکړل شوی چې هر هغه څوک چې په افغانستان کې پانګونه وکړي لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.» په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند وايي، چې سرپرست حکومت د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

Leave a reply