سوداګرۍ وزارت: په تېر یو نیم کال کې چین افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده 

0
193

سوداګرۍ وزارت: په تېر یو نیم کال کې چین افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده 

بل خوا، په افغانستان کې د چینایي شرکتونو مسوول وایي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې تر شلو زیات چینایي شرکتونه فعالیت لري.

په افغانستان کې د یوه چینايي شرکت مسوول یو مینگ خو زیاتوي، که چېرې سرپرست حکومت پانګوالو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي نو په افغانستان کې به پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شي.

 

(2023 / 5 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر یونیم کال کې چین هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانستان کې د دوه مېلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

تېره ورځ هم، یو شمېر چینایي پانګوالو د لمریزې برېښنا او د افغانستان د لویو لارو د بیارغونې په برخو کې د پانګونې په موخه د دغه وزارت له مرستیال سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې، په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو او د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخو کې یې تړونونه کړي دي چې د هغه عملي کار پیل شوی دی.

بل خوا، په افغانستان کې د چینایي شرکتونو مسوول وایي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې تر شلو زیات چینایي شرکتونه فعالیت لري.

اړوند موضوعات:

چین غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د یوه چینايي شرکت مسوول یو مینگ خو زیاتوي، که چېرې سرپرست حکومت پانګوالو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي نو په افغانستان کې به پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شي.

Leave a reply