چین غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

0
111

چین غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

29 دسمبر 2022

 

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه د چین هېواد د سوداګرۍ خونې استازي سره وکتل.

 

په دغه لېدنه کې د چین سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ته په ډاګه کړه، چې دوی غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

 

یاد استازي وویل، چې دوی په ۱۱ هېوادونو کې د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید تجربه لري او افغان لوری، چې هر ولایت کې وغواړي دوی به د برېښنا تولید لپاره خپلې تخنیکي تولیدي دستګاوې نصب کړي.

 

 

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه د چین سوداګرۍ خونې له استازي مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې اړه به د افغانستان برېښنا شرکت او د چین لوري ګډ تخنیکي پلاوي د ګډو ناستو له لارې پر ټولو مواردو خبرې او څېړنې وکړي او وروسته به تر لاسه شوې پایله د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ درانه مقام ته وړاندې شي.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل.

حمزه دغه راز یاد استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې د هر ډول پانګونې په تړاو همکارۍ ته چمتو دی.

Leave a reply