کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل.

0
65

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل.

11 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو مرستیال وزير شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د چین سفیر په افغانستان کې له سرتاسري امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې ‏په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

 

ښاغلي ستانکزي د افغانستان له خلکو سره د چین له بشري مرستو څخه د مننې په ترڅ کې له چین سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.‏

اړوند موضوعات

نن ورځ کابل کې د جاپان سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره وکتل.

ښاغلي ستانکزي همدا راز د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د بهرني سیاسي استازو د امنیت تأمین د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

Leave a reply