نن ورځ کابل کې د جاپان سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره وکتل.

0
214

نن ورځ کابل کې د جاپان سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره وکتل.

10 دسمبر 2022

 

‏په افغانستان کې د جاپان هیواد سفیر د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

 

په پیل کې سرپرست وزیر امیرخان متقي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د جاپان هیواد له لورې له افغانستان سره د ۱۰۶ میلیون ډالرو مرستو او مثبت دیپلوماتیک تعامل څخه مننه وکړه،‏او ورته تعامل یې د نړیوالې ټولنې له پاره د ښه خط سیر په توګه یاد کړ.

 

ورپسې د جاپان هیواد سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا زیاته کړه چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په دې اړه بحثونه کوي چې څنګه کولای شو په افغانستان کې اقتصادی پرمختګ ته لار هواره کړو.

 

‏همدارنګه جاپان هیواد اراده لري چې په افغانستان کې د کوکنارو دبدیل معیشت، معتادینو سره د تدواۍ او نورو برخو کې خپله مرستې زیاتې کړي.

 

نوموړي وویل: جاپان په راتلونکي کال کې د امنیت شورا د غړي په توګه خپله دنده پیلوي، بناء کوښښ کوو چې د فعال مأموریت له لارې به په امنیت شوراکې د افغانستان په اړه ښه رول ولوبوو.

اړوند موضوعات

قاری دین محمد حنیف سرپرست وزارت اقتصاد با تاکاشی اوکاتا، سفیر جاپان برای افغانستان ملاقات نمودند.

په پای کې امیرخام متقي د هغوی له هڅو قدرداني وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د کوکنارو د مخنیوي، اداري فساد د کمښت، د غوره امنیت د تأمین او نورو مواردو کې د اسلامي امارت دکړنو مثبت پیغام ولیږدول شي.

Leave a reply