د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت بېلا بېلې پروژې منظورې شوي.

0
80

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت بېلا بېلې پروژې منظورې شوي.

19 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه تیره ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.

 

خبر زیاتوي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۱۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۶ پروژو قراردادونه منظور او د پاتې ۲ وځنډول شول.

 

منظور شوې پروژې د ملي دفاع وزارت، مالیې وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان بانک، د افغانستان برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت اړوند وې، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد افغانیو ته رسېږي.

اړوند موضوعات

اقتصادي کمیسیون د بوستان سبز او کرنیز شرکت د بیرته فعالولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.

 

د غونډې په پای کې د منظور شوو پروژو له جملې یې د ځینو پروژو اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې څو په ټاکلي وخت خپلې پروژې د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته راولېږي او په دغه برخه کې ټول تدارکاتي پړاوونه په ښه ډول طی مراحل کړي.

Leave a reply