د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو لپاره د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت کې غونډه ترسره شوه.

د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو لپاره د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت کې غونډه ترسره شوه.
19 جولاي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په مشرۍ، تیره ورځ د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان طبي شورا استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، په هیواد کې د طبي خدمتونو معیاري کولو او په دې برخه کې د کېدونکو فعالیتونو او همغږۍ رامنځته کولو په تړاو بحث وشو او پر ټولو هغو مواردو او خنډونو خبرې وشوې، چې په افغانستان کې یې د معیاري طبي خدمتونو وړاندې کولو مخه نیولې ده.
اړوند موضوعات
په دې مجلس کې، د طرحو په توحید او د یوې مناسبې حللارې په موندلو ټینګار وشو او ژمنه وشوه، چې دغه ناستې به دوام ولري.





