سیاسي مرستیال: د طبي شورا مسؤلینو سره په لیدنه کې ویلي چې د روغتیایي خدماتو معیاري کولو ته جدي اړتیا ده.
سیاسي مرستیال: د طبي شورا مسؤلینو سره په لیدنه کې ویلي چې د روغتیایي خدماتو معیاري کولو ته جدي اړتیا ده.
3 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو او دطبي شوری د سرپرستانو په حضور کې د طبي شورا د چمتو شویو کاري طرحو په اړه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د طبي شورا رهبرۍ د یادې ادارې د کاري طرحو موخه د روغتیايي خدماتو ښه والی او معیاري کول یاد کړل.
هغوی وویل، دا طرحې چې د تصویب لپاره پرې کار روان دی، په روغتیا سکټور کې د وقایوي مرحلې سربېره د تشخیص او تداوۍ له پړاوونو سره هم مرسته کوي.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزېر شیخ ندامحمد ندیم او د روغتیا سرپرست وزېر ډاکټر قلندرعباد وړاندېز وکړ، د یادو طرحو د بشپړې شننې لپاره اړتیا ده چې د لوړو زده کړو ، او عامې روغتیا وزارتونو او دطبي شورا استازي ورباندې مسلکي بحث وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، په هېواد کې د روغتیايي خدماتو معیاري کول جدي اړتیا ده او طبي شورا په همدې موخه د روغتیایي برخو اړوند ځینې طرحې چمتو کړي دي.
اړوند موضوعات
هغه، د ریاست الوزراء دکفیل او سیاسي مرستیال د دفتر لوی رئیس مولوي ذاکر په مشرۍ یوې درې اړخیزې کمیټې ته دنده وسپارله، چې د یادو طرحو په اړه مسلکي بحث وکړي او پایله یې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل په مشرۍ د اړوندو وزارتو نو او ادارو ګډ کمیسیون ته وړاندې کړي.