د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کندز والي سره د یاد ولایت امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

0
112

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کندز والي سره د یاد ولایت امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

3 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کندوز له والي ملا نثاراحمد نصرت سره ولیدل.

 

په دې ناسته کې ملا نثاراحمد نصرت د کندوز د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په هکله د ریاست الوزراء محترم کفیل ته بشپړ معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې ترکار لاندې د بیا رغاونې پروژې په ښه ډول پر مخ روانې دي او سیمه ییز مسئوولین یې څارنه کوي.
نوموړي وویل، په کندوز کې د پوځي او ملکي ادارو تر منځ همغږي رامنځته شوې او خلک له ځایي ادارې سره همکار دي.

 

د ریاست الورزاء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نوموړي څخه په مننې وویل، کندوز د جهاد مرکز پاتې شوی او کندوزیانو د جهاد په کلونو کې سختې زغملې دي، هغه وویل اړتیا ده چې ځايي اداره د خدماتو په رسولو کې له پوره اخلاص او محنت څخه کار واخلي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلخ ولایت سرپرست والي سره د یاد ولایت امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

 

نوموړي د کندوز والي ته د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

Leave a reply