د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلخ ولایت سرپرست والي سره د یاد ولایت امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلخ ولایت سرپرست والي سره د یاد ولایت امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.
3 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د بلخ له والي حاجي محمد یوسف وفا سره ولیدل.
په دې ناسته کې محمد یوسف وفا په بلخ کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، په بلخ کې ولایتي اداره له ځايي خلکو او نورو ادارو سره ښه همغږي لري او هڅه کوي چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بلخ له والي څخه د ځايي ادارو د ښې همغږۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، له ملت سره ښېګڼه او د هغوی خدمت کول د اسلامي امارت پالیسي ده، چې تر ډېره عملي شوې هم ده.
اړوند موضوعات
نوموړي په بلخ کې د چارو د لا ښه والي په موخه ښاغلي وفا ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.