سیاسي مرستیال د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده
سیاسي مرستیال د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.
29 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد هم حضور درلود، په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د چارو د بهبود، د مرکز او ولایاتو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د روغتیايي خدماتو پر معیاري کولو او نورو موضوعاتو د هر اړخيز بحث سربېره د عامې روغتیا وزير ډاکتر قلندر عباد هم خپل کاري راپور وړاندې کړ.
هغه په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه د ریاست الوزراء مرستیالانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، په هېواد کې د روغتیايي چوپړتیاوو معیاري کولو په موخه ګڼ ګامونه اخیستل شوي او لاهم دوام لري.
د عامې روغتیا د وزیر په خبره په دولتي روغتونونو کې د معیاري درملنې لپاره یو شمېر روغتیايي نوې جوړې شوې برخې هم پرانیستل شوي چې ورسره د دې برخې په چوپړتیاوو کې هم مثبت بدلونونه راغلي دي.
ښاغلي قلندر عباد څرګنده کړه چې له شخصي روغتونونو څخه دوامدار څار روان دی او هېواد ته د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي په موخه هم کارونه ترسره شوي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، په هېواد کې د معیاري صحي سکټور رامنځته کول لویه اړتیا ده، څو بهر ته د درملنې په موخه د هېوادوالو د تګ په کچه کې کمښت راشي.
د مولوي عبدالکبیر په خبره، د روغتیا په برخه کې پانګونې ته اړتیا شته چې زمینه ورته برابره شوې ده.
په دې ناسته کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د حکومتي روغتونونو حالت ته په اشارې وویل، روان کال به دې برخې ته د ځانګړې شوې بودیجې پر مټ په حکومتي روغتونونو کې بنسټيز کارونه وشي.
د نوموړي په خبره ،په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو او ادارو د مرستو راجلبولو لړۍ ته دې د روغتیا وزارت لاډېر پام وکړي.
اړوند موضوعات
سیاسي مرستیال: د ولس او حکومت تر مینځ د واټن له منځه وړل د اسلامي امارت موخه ده او زیار ورته ګالي.
د يادې کتنې په پای کې د روغتیا وزارت د چارو د لا سمون په موخه د رياست الوزراء محترمو مرستیالانو په بېلابېلو برخو کې د روغتیا وزير ته لازمې سپارښتنې وکړې.