سیاسي مرستیال: د ولس او حکومت تر مینځ د واټن له منځه وړل د اسلامي امارت موخه ده او زیار ورته ګالي.
سیاسي مرستیال: د ولس او حکومت تر مینځ د واټن له منځه وړل د اسلامي امارت موخه ده او زیار ورته ګالي.
20 مئي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر نن د کابل ولایت د هودخېلو او په کابل کې د لویې پکتیا له يو شمېر مېشتو قومي مخورو او علماوو سره وکتل.
دغو مشرانو له اسلامي امارت څخه د بشپړ ملاتړ په څرګندولو سره وویل، دوی د اسلامي نظام تر شا ولاړ دي او په دې برخه کې له هېڅ ډول قربانۍ درېغ نه کوي.
دغو قومي مخورو د اسلامي امارت د مشرانو له همکارۍ مننه وکړه چې تل یې د خلکو غږ اورېدلی او دروازې یې د ولس پر مخ پرانیستې دي. دوی زياته کړه، افغان اولس د اسلامي امارت د بریا لپاره زياته قرباني ورکړه او اوس هم د اسلامي نظام د پاېښت او بقا په موخه د خپلو مشرانو تر شا ولاړ دي.
راغلو مشرانو او علماوو څرګنده کړه، د اسلامي امارت په بریا سره یې یو شمېر ستونزې هوارې شوي او د پاتې مسایلو د حل په موخه یې خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر د هودخېلو او په کابل کې د لویې پکتیا مېشتو مشرانو ته د هرکلي په ویلو سره وويل، د اسلامي امارت مشران او مسؤولین شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي ترڅو د افغانانو ستونزې هوارې کړي.
اړوند موضوعات
سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ولس او حکومت تر منځ د واټن له منځه وړل د اسلامي امارت موخه ده او د افغانستان اسلامي امارت مشران هم د همدې موخې لپاره شپه او ورځ زيار ګالي.