سیاسي مرستیال: د کوچیانو او هزاره ګانو د شخړې د حل لپاره د شریعت او قانون د لارې حل راوباسي او دا مسئله به زر حل شي.
سیاسي مرستیال: د کوچیانو او هزاره ګانو د شخړې د حل لپاره د شریعت او قانون د لارې حل راوباسي او دا مسئله به زر حل شي.
19 مئي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چهارشنبې په ورځ سپیدار ماڼۍ کې د اهل تشیع او هزاره قوم له لسګونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکټر جعفر مهدوي او حاجی اصف فروغ د نورو په استازیتوب دخبرو پرمهال له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د ولس په ځانګړي توګه د اهل تشیع او هزاره ورونو ستونزو او غوښتنو ته متوجه دي او د حل لارې ورته لټوي.
یادو مشرانو وویل، د خوښۍ ځای دی چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی او څوک هیڅ خطر او وېره نه محسوسوي.دوی د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره یو شمېر ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړې.
یادو ویناوالو وویل، امارت دې په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړې ته، چې د تېر حکومت میراث دی، اساسي حل لاره ومومي. دوی وویل، په تېر حکومت کې ځینو کړیو د خپلو شخصی موخو لپاره دکوچیانو او هزاره و ترمنځ کړکیچ ته لمن وهله.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دویق څخه په مننې وویل، په افغانستان کې ټول ورونه قومونه د اسلامي امارت پر وړاندې یو شان دي او ټول هېوادوال له مساوي حقونو څخه برخمن دي.
اړوند موضوعات
دبلخ ولایت والي د یاد ولایت اهل تشیع او تسنن علماء او شیوخو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.
نوموړي وویل اسلامي امارت د ملت او حکومت ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی، د ملت په خدمت ویاړي او خپلې دروازې یې تل د ملت پر مخ له تبعیض پرته پرانستې دي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ستونزې ته به د شریعت او قانون په رڼا کې حل لار پیدا کړي او په دې اړه به له ټاکل شوي پلاوي سره هم وګوري.