دبلخ ولایت والي د یاد ولایت اهل تشیع او تسنن علماء او شیوخو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

0
114

دبلخ ولایت والي د یاد ولایت اهل تشیع او تسنن علماء او شیوخو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

20 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بلخ ولایت د رسنیو دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت سرپرست والي حاجي محمد یوسف وفا د یاد ولایت د اهل تشیع او تسنن علماؤ سره کتلي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه ناسته کې تر شلو زیات اهل تشیع او تسنن علماء کرامو ګډون درلود، لومړی دبلخ ولایت والي داسلامي نظام په حاکمیت او تحکیم کې دعلماء کرامو پر ارزښت او رول خبرې وکړې.

 

همدا رنګه ښاغلي والي دولسونو او مذاهبو په وحدت کې د تشیع او تسنن علماوو تأثیر ډېر ارزښتمن وباله او زیاته یې کړه، چې تل دې همداسې دهمغږۍ او یووالي ناستې ولري.

 

د ناستې په بله برخه کې د تشیع او تسنن علماوو خبرې وکړې او د بلخ ولایت د والي له هر اړخیزو او ارزښتمنو خبرو یې هر کلی او ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې دخپلو خلکو د وحدت او نظام دتحکیم لپاره به تل په ښه فضا کې مشترکې ناستې کوي.

 

همدا رنګه د اهل تشیع او تسنن علماوو دیووالي دښه تمثیل او تحقق لپاره متحدانه ژمنه وکړه، چې دکوچني اختر لمونځ به ټول دسترې محکمې قاضی القضات تر اعلان وروسته په یوه ورځ په خپلو جوماتونو کې اداء کوي او نړۍ ته به د خپل وحدت حقیقي انځور وړاندې کوي.

اړوند موضوعات

د بلخ سرپرست والي د حیرتان بندر څخه د لیدنې پر مهال له یو شمیر سوداګرو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

 

د بلخ ولایت والي د اهل تشیع علماوو دغه نېک اقدام وستایه او ډاډ یې ورکړ، چې د ا.ا.ا مشرتابه ته به ستاسو د دغه نېک اقدام پیام رسوي او د هر ډول همکاریو ژمنه یې وکړه.

Leave a reply