د بلخ سرپرست والي د حیرتان بندر څخه د لیدنې پر مهال له یو شمیر سوداګرو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

0
112

د بلخ سرپرست والي د حیرتان بندر څخه د لیدنې پر مهال له یو شمیر سوداګرو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

19 مارچ یکشنبه 2023

د بلخ ولایت د رسنیو له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد نن یکشنبه د بلخ سرپرست والي حاجي محمدیوسف وفا د حیرتان بندر څخه له نژدې لیدنه وکړه، چي د سمنګان والي، د عامي روغتیا وزارت مرستیال، د کابل او هرات امنیه قومندانانو د ټولو کومیساریو معاون او یوشمېر نورو مسئولینو یې ملتیا کوله.

 

د بلخ سرپرست والي حیرتان بندر ته د سفر په لړ کي لومړی د دې بندر د ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او په خپلو خبرو کي یې دا بندر د هیواد په کچه مهم ترانزیټي او سوداګریز بندر یاد کړ او له هغه وروسته یې د بندر د مسئولینو او ددې ترڅنګ له سوداګرو سره هم په لیدنه کښي د هغوی د ټولو ستونزو د حل په برخه کي د پوره همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د کندهار والي د بلخ ولایت د سرپرست او موقت والي په حیث ټاکل شوی.

 

سرپرست والي د دې ترڅنګ پر دې بندر د سته ستونزو د حل په موخه ددې بندر مسئولینو ته په بېلابیلو برخو کي لارښووني وکړې او ورڅخه یې غوښتنه وکړه، چي سوداګرو ته پر دې بندر لا هم اسانتیاوي برابري کړي، ترڅو په سوداګرۍ کي پراخوالی راشي.

Leave a reply