د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د کندهار والي د بلخ ولایت د سرپرست او موقت والي په حیث ټاکل شوی.

0
182

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د کندهار والي د بلخ ولایت د سرپرست او موقت والي په حیث ټاکل شوی.

11 مارچ شنبه 2023

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي محمدیوسف وفا د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس په موقتي ډول د بلخ ولایت د چارو سمبالولو په موخه نن ورځ د دې ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ته د سرپرست په توګه وروپېژندل شو.

 

خبر زیاتوي چي د پېژندني په یادو مراسمو کښي ددې ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسئولینو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د پلټني لوی رئیس مولوي سلطان‌محمد مفکر، د سمنګانو والي حاجي فضلي، د بلخ ولایت مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس او یوشمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.

 

یادې غونډې ته د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د دې ولایت د مخکني والي شهید مولوي محمد داود مزمل ولس ته د ښه خدمت کولو او ددې ولایت د ټولو نظامي او ملکي چارو د ښه سمبالښت په موخه د هغه د کړنو، فعالیتونو او لاسته‌راوړنو یادونه او ستاینه وکړه.

اړوند موضوعات

 بلخ ولایت کې د چاودنې له امله د یاد ولایت والي او د اسلامي امارت مهم غړي مولوي داود مزمل خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یاده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د بلخ ولایت مقام کې د یوې ترهګریزې پیښې په ترڅ کې د یاد ولایت والي په شهادت ورسیدلو.

Leave a reply