په پابي کې د پاکستان د پوځ د ټیم روحیې د نړیوالې اتلولۍ د پای مراسم ترسره شول
باغي ټی وی رپورټ
په پابي کې د پاکستان د پوځ د ټیم روحیې د نړیوالې اتلولۍ د پای مراسم ترسره شول.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې ISPR له مخې، د پاکستان د پوځ د نړيوالې ډلې روحيې د ختمولو په مراسمو کې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير د غونډې مشر مېلمه و، په دې مراسمو کې د نړيوالو څارونکو او د ګډون کوونکو هېوادونو دفاعي اتاشيانو هم برخه اخيستې وه.
د آئي اېس پي آر ترمخه آرمي چيف د ټيمونو پروفيشنلزم او لوړ مورال ستائنه وکړه، آرمي چيف د ټيم برخه والو ته انعامونه او مډالونه هم ورکړل.
په دې موقع دپوځ سرلښكر وويل دغه ډول مقابلې دځوانانو مهارتونو ته وده وركوي، مقابلې د مسلکي مهارتونو څرګندولو موقع برابروي۔
جنرال عاصم منير وويل د پاکستان پوځ د زړورتيا، همکارۍ او وړتيا په شان ځانګړتياوې لري، دغه ځانګړتياوې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې هم ښودل شوي، مقابلې د ټيم ورک او نورو مهارتونو د ښه کولو موقع ورکوي.