بلخ ولایت کې د چاودنې له امله د یاد ولایت والي او د اسلامي امارت مهم غړي مولوي داود مزمل خپل ژوند له لاسه ورکړی.

0
99

 بلخ ولایت کې د چاودنې له امله د یاد ولایت والي او د اسلامي امارت مهم غړي مولوي داود مزمل خپل ژوند له لاسه ورکړی.

9 مارچ پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي چې نن سهار لس بجې د یاد ولایت مقام کې یوه چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې د ولایت والي په شهادت رسیدلی.

د راپورونو پر اساس یاده چاودنه یو انتحاري برید و او هغه مهال رامنځته شو کله چې د یاد ولایت والي خپل دفتر ته ننوتلو، چې له امله یې د یاد والي مولوي داود مزمل او یو بل کارمند په شهادت رسیدلی او څو تنه نور ټپیان دي.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم تائید کړی چې د بلخ ولایت کې د چاودنې له امله د یاد ولایت او د اسلامي امارت لوړپوړی غړی مولوي داود مزمل په شهادت رسیدلی.

 

مولوي داود مزمل د اسلامي امارت په صف کې پر لویو پوسټونو پاتې شوی، چې پکې د ننګرهار ولایت د والي په توګه، د ختیځ زون د تنظیمه رئیس په توګه او همدا راز په دا وروستیو کې نوموړی د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه هم دنده اجراء کړی وه.

اړوند موضوعات

هرات ولایت کې د اوبو رسولو ادارې پر رئیس برید کې خپله رئیس او څو تنو کارمندانو ژوند له لاسه ورکړی.

 

د یادې چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو داسې انګیرنه کیږي چې نوموړی برید د داعش کار دی.

حماد

Leave a reply