د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې 139 زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
226

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې 139 زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

11 مارچ شنبه 2023

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې( ۱۳۹۰۰۵ ) مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د حوت ۱۲ څخه تر ۱۸م) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۱۳۹۰۰۵) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۲۶۸۷۷ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۱۳۱۵ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۱۰۱۹۵۹ ټنه او تورغونډۍ بندر له لارې ۳۵۷۳۱ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې ۵۴۳۰۱ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۱۲۱۲۸ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

Leave a reply