د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې ۵۴۳۰۱ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
103

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې ۵۴۳۰۱ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

5فبروري 2023

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې( ۵۴۳۰۱) مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د دلوې ۷څخه تر ۱۳مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۵۴۳۰۱ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۴۸۱۱۴
میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۴۹۷۷ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۲۱۶۸۹ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۷۶۳۵ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې ۱۲۴ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۶۱۸۷ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

Leave a reply