د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې ۱۲۴ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې ۱۲۴ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
28 جنوري 2023
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې(۱۲۴۵۱۰) مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د جدي ۳۰ څخه د دلو تر ۶) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۴۵۱۰) میټریک ټنه انتقالات کړي.
په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۱۱،۱۲۱
میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۲۲۲۹ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۹۳۴۸۴ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۲۸۷۹۷ ټنه راغلي.
همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۱۳۳۸۹ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.
اړوند موضوعات
تېره اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ٦٩١٠٣ متریک ټنه انتقالات شوي دي.
په وروستیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات زیات شوي او د دغه لارې زیات عواید ترلاسه کیږي.






