تېره اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ٦٩١٠٣ متریک ټنه انتقالات شوي دي.

تېره اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ٦٩١٠٣ متریک ټنه انتقالات شوي دي.
17 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې په خپله یوه تازه خپرپاڼه کې ویلي چې د یادې پټلۍ له لارې تیره اوونۍ کې ٦٩١٠٣ متریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي: دغه انتقالات د افغانستان د درې مشهورو بندرونو له لارې ترسره شوي، چې صادرات هم پکې شتون لري.
دغه خبر کې ویل شوي: چې یادو انتقالاتو کې د اقیني بندر له لارې ۳۲۹۰ ټنه، د حیرتان بندر له لارې ۴۳۵۳۳ ټنه او د تورغونډۍ له لارې بیا ۲۲۲۸۰ میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي چې ټولټال ٦٩١٠٣ ټنه میټریکه کیږي.
اړوند موضوعات
تېره یوه اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۰۰۵۲مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
په دغه انتقالاتو کې یې یوه برخه صادرات هم دي، چې تیره اوونۍ کې ټول صادرات ۱۶۵۴ ټنه میټریک شوي چې لویه برخه یې وچه میوه ده.
حماد





