کورنیو چارو وزارت: نیږدې ۳۵۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وسپارل شول.

0
116

کورنیو چارو وزارت: نیږدې ۳۵۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وسپارل شول.

17 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وایي چې نیږدې ۳۵۰ تنه په نشه روږدي کسان یې د درملنې لپاره روغتونونو ته سپارلي.

 

خبر زیاتوي: نیږدې٣٥٠ تنه په نشه روږدي کسان دکابل ښار څخه راټول او د درملنې په موخه اړونده روغتونونو ته وسپارل شول.

 

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو د کابل ولایت په سرای شمالي، شهرنو او نورو سیمو کې په نشه روږدي کسان راټول او ١٠٠٠ بستریز روغتون ته د درملنې په موخه ولیږدول شول.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل.

همدا شان، یوه بې سرپرسته په نشو روږدې میرمن هم د درملنې په موخه د ښځینه روږدو روغتون ته د درملنې په موخه ولیږدول شوه.

Leave a reply