د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل.
4دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د یاد وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ځانګړې استازې سره وکتل.
خبر زیاتوي: د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين پاسوال ملا عبدالحق اخند د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزوا اوتونبايوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي سلاکار پرانک سپين ګل او د يوناما له استازې ميرمن سيحان سره وليدل.
په دې ناسته کې د نشه توکو سره د مبارزې معین يادو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نشه يي توکو سره د مبارزې، په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې او همدارنګه د نشه يي بوټو د کرکېلې د مخنيوي ترڅنګ په يو شمېر نورو مضوعاتو خبرې اترې وشوې.
اړوند موضوعات
په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د کوکنارو او نورو نشه توکو پر کرکیلې بندیز ولګاوه او همدا راز یې د زرګونه روږدو کسانو درملنه ترسره او لا هم دوام لري.
حماد





