د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معینیت وایي، ټول هیواد کې یې د نشه یي توکو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معینیت وایي، ټول هیواد کې یې د نشه یي توکو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی.
20 سپتمبر 2022
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، ټول هیواد کې یې د نشه یي او مخدره توکو د بشپړه له منځه وړلو کمپاین پیل کړی.
دوی وایي هېواد کې څه باندې ۷۸ سلنه ځمکه له مخدره توکو پاکه شوې ده او لا هم د دې کښت د مخنیوي لپاره چټک کار روان دی.
د دې معینیت مرستیال عبدالحق اخند په یوه خبري غونډه کې ووېل چې دوی تر اوسه ۲۰۹۵ کسان نیولي چې دې قاچاقبران، پلورونکي او نور کسان شامل دي.
اړوند موضوعات
سټراټیژیست: د نشه یي توکو د بدیل په توګه باید له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي
د طالبانو له راتګ زیات وخت وروسته امیرالمؤمنین شیخ هبة الله د یو فرمان په جاري کولو سره ټول هیواد کې د نشه یي توکو په کر بندیز ولګولو، چې په تدریجي ډول عملي کیږي.






