سټراټیژیست: د نشه یي توکو د بدیل په توګه باید له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي

0
93

سټراټیژیست: د نشه یي توکو د بدیل په توګه باید له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي

په مطلب کې راځي چې نړیوالې مرستندویه موسسې باید په افغانستان کې د کروندګرو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، د ګټورو توکو د کښت او دودولو په برخه کې ورسره همکاري ډېره کړي او د نشه يي توکو د کښت هر اړخیز بدیل دې پیدا کړي.

 

(2022 / 5 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نشه یي توکو د بدیل په توګه باید له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي.

ستراتيژيست نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او کاروبار د بندیدو په تړاو په یوه لیکنه کې ویلي چې تر شلو کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د نړیوالې ټولنې یوه ستره غوښتنه په افغانستان کې پوره کېږي.

سرچینه کاږي دا چې په افغانستان کې ډېری کروندګرو له دې لارې خپل ژوند تېراوه نو اوس د نړیوالې ټولنې دنده ده چې له افغانانو سره د نشه يي توکو د بدیل په برخه کې کار وکړي او بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

په مطلب کې راځي چې نړیوالې مرستندویه موسسې باید په افغانستان کې د کروندګرو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، د ګټورو توکو د کښت او دودولو په برخه کې ورسره همکاري ډېره کړي او د نشه يي توکو د کښت هر اړخیز بدیل دې پیدا کړي.

نوي افغان حکومت څه موده وړاندې یو فرمان صادر کړ او له مخې یې له افغان کروندګرو غوښتل شوي چې له دې وروسته دې نشه يي توکو په تېره کوکنار نه کري او ددې توکو پر کاروبار یې هم کلک بندیز لګولی دی.

Leave a reply