د هېواد په ځینو برخو کې؛ د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده

0
227

د هېواد په ځینو برخو کې؛ د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده

ددغه ادارې د معلوماتو له مخې اټکل کېږي چې دغه ورښتونه تر نورو سیمو په بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان کې ډېر وي. د هوا پېژندنې ادارې له شلو تر څلوېښت میلي متره باران د ورېدو اټکل کړی دی.

 

(2022 / 5 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې د هېواد په شاوخوا لسو ولایتونو کې به د ثور په اتلسمه او نولسمه نېټه بارانونه وشي چې د سیلابونو د راوتو امکان هم شته دی.

ددغه ادارې د معلوماتو له مخې اټکل کېږي چې دغه ورښتونه تر نورو سیمو په بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان کې ډېر وي. د هوا پېژندنې ادارې له شلو تر څلوېښت میلي متره باران د ورېدو اټکل کړی دی.

دا اټکل داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ د هېواد ډېری ولایتونه د سختو ورښتونو او سیلابونو شاهد وو او له امله یې خلکو ته ځاني او مالي تلفات هم اوښتي دي.

Leave a reply