تېره اوونۍ کې ۱۳ زره سیلانیانو له بند امیر لیدنه کړې ده
تېره اوونۍ کې ۱۳ زره سیلانیانو له بند امیر لیدنه کړې ده
سرچینه وایي چې یوازې د اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۳ زره کسانو د بامیانو له بند امیر ملي پارک لیدنه کړې ده. دوی وایي چې له دې درکه نه یوازې حکومت بلکې ځایي خلکو ته هم عایدات راځي.
(2022 / 5 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اختر له پیل راهیسې بامیانو ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوی دی. د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وايي چې د امنیت په تامین او د هوا په ګرمېدو سره بامیانو ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوی دی.
سرچینه وایي چې یوازې د اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۳ زره کسانو د بامیانو له بند امیر ملي پارک لیدنه کړې ده. دوی وایي چې له دې درکه نه یوازې حکومت بلکې ځایي خلکو ته هم عایدات راځي.
د بامیانو ځايي چارواکي وايي دوی په دې لټه کې دي چې دغه ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ نور هم اسانه کړي څو خلک وکړی شي د امن په فضا کې ددغه ولایت ښایسته سیمو ته سفرونه ولري.