ا.ا وايي د وړل شویو چورلکو د راګرځولو پۀ اړه امریکا سره خبرې کوو

0
118

ا.ا وايي د وړل شویو چورلکو د راګرځولو پۀ اړه امریکا سره خبرې کوو

تر دې وړاندې ځینو هېوادونو ددې الوتکو له ورکولو انکار کړی دی، خو افغان حکومت هم خبرداری ورکړی و، چې ژر تر ژره دې دغه الوتکې افغان لوري ته وسپارل شي. امریکا بیا د افغان پوځ ځينې چورلکې اوکراین ته هم ورکړې دي.

(2022 / 5 / 9  نېته باغي تلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي د ایستل شوو چورلکو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دي. وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی حکومت سقوط شو، نو یو شمېر افغان پيلوټانو ځینې چورلکې ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدول چې اوس یې امریکا له ورکولو انکار کړی دی.

د نوي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هغه کسان چې د افغان پوځ الوتکې یې بهرنیو هېوادونو ته لېږدولې دي خاینین دي او په خبره یې دوی یې د را ګرځولو په لټه کې دي.

د مجاهد په خبره د امریکا دا کړنه له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې ده او دوی هڅه کوي له دغه هېواد سره ددې چورلکو پر راګرځولو خبرې وکړي.

Leave a reply