ا.ا.: افغان حکومت وایي له افغان خاورې هېچا ته ګواښونه نه جوړېږي

0
67

ا.ا.: افغان حکومت وایي له افغان خاورې هېچا ته ګواښونه نه جوړېږي

امیر خان متقي هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي امنیت او ثبات لپاره کار کوي او په خبره یې له افغان خاورې له ژمنې سره سم هېڅ هېواد ته ګواښ او خطر نه شي جوړېدلی.

 

(2022 / 5 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي له افغان خاورې هېچا ته ګواښونه نه جوړېږي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسون سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

نیکلاسون ویلي چې دوی له افغانستان خپل ملاتړ او دلته له اړمنو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې د افغانستان نوی حکومت هم خپلو ژمنو ته متعهد پاتې شي.

امیر خان متقي هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي امنیت او ثبات لپاره کار کوي او په خبره یې له افغان خاورې له ژمنې سره سم هېڅ هېواد ته ګواښ او خطر نه شي جوړېدلی.

هغه ویلي چې د حکومت په موده کې یې د امنیت او نورو مسایلو په څېر ښې لاس ته راوړنې لرلې دي او تمه لري چې د دایمي ثبات لپاره لا کوټلي ګامونه اوچت کړي.

Leave a reply