امریکا د افغان حکومت پر تازه تګلارو نیوکه کړې ده

امریکا د افغان حکومت پر تازه تګلارو نیوکه کړې ده
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د نوي حکومت مشرتابه دې له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي، بشري حقونه دې رعایت کړي، نجونو او ښځو ته دې د کار او زده کړو اجازه ورکړي او په دې تړاو دې خپله تګلاره کې بدلون راولي.
(2022 / 5 / 9 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا د افغان حکومت پر تازه تګلارو نیوکه کړې ده. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د نوي حکومت وروستۍ کړنې او د مشرتابه اوسنۍ تګلاره د اندېښنې وړ ده.
نوموړي پر دې تګلاره نیوکه کړې ده او وایي د افغان حکومت وروستۍ کړنې ښایي د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ تعامل او اړیکو ته زیان ورسوي.