افغان کډوال په ایران کې د کډوالو د ثبت لړۍ په اړه اندېښنه لري

افغان کډوال په ایران کې د کډوالو د ثبت لړۍ په اړه اندېښنه لري
دوی همدا راز وايي چې د کارځایونو خاوندان یې د فورمو په ډکولو کې مرسته نه ورسره کوي او د ایراني حکومت تازه اقدام له ستونزو او اندېښنو سره مخ کړي دي. له دې سره هممهاله ایران پرون هم شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواد را ایستلي دي.
(2022 / 5 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان کډوال په ایران کې د کډوالو د ثبت لړۍ په اړه اندېښنه لري.
د رسنیو د راپورونو له مخې افغان کډوالو ویلي چې د ایران له لوري د کډوالو ثبت ښه چاره ده، خو دا وېره شته چې د ثبت په لړ کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي کارتونه ښایي د ایراني حکومت له لوري تمدید نه شي.
دوی وایي په دې توګه به ایراني حکومت ته د افغان کډوالو درک معلوم وي او د دې احتمال شته چې بیا یې په ایستلو لاس پورې کړي.
دوی همدا راز وايي چې د کارځایونو خاوندان یې د فورمو په ډکولو کې مرسته نه ورسره کوي او د ایراني حکومت تازه اقدام له ستونزو او اندېښنو سره مخ کړي دي. له دې سره هممهاله ایران پرون هم شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواد را ایستلي دي.
ترکیې هم په وروستیو کې ګڼ افغان کډوال را ایستلي دي او ویلي یې دي چې د غیر قانوني اوسېدو اجازه نه ورکوي.






