په کال ۲۰۱۴ کښې د پي ټي آیی غړي چې په زندان کښې وو شپې په ۱۱ بجې د عدالت په امر آزاد کړې شول: چیف جسټس اطهر من الله

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د درخواست اورېدنې په مهال وئيلي دي چې پي ټي آئي په عدالتونو اعتماد نه لري۔ د پي ټي آیی مشران په سیاسي بیانونه کې داسې وایی چې عدالتونه د شپې د چا په امر خلاصیږي.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د وزيراعظم د خاص مرستيال په توګه د حنيف عباسي د تقررۍ په ضد د شيخ رشيد د درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې د کورنیو پخوانې وزير عدالت ته وړاندې شو۔
چيف جسټس شيخ رشيد روسټرم ته راوبللو او ويې ويل چې په غونډو کښې عدالتونو باندې بې ځایه تورونه لګول د افسوس خبره ده، تاسو او ستاسو اتحادي پي ټي آئي په اسلام آباد هائي کورټ اعتماد لري؟ که عمران خان باور نه لري نو د چيف جسټس په توګه به بښنه اوغواړم او کیس به بل عدالت ته ولیږم. هغه زیاته کړه چې په غونډو کې ويل شوي چې عدالتونه خپلواکه او آزاد نه دي.چیف جسټس زیاته کړه چې په کال 2014 کې د شپې په 11 بجو د پي ټي آئي هغه کارکنان چې نیول شوي وو د خوشې کولو امر وشو.

Leave a reply