حکمتیار وروستي بریدونو ته په اشاره ویلي چې یاد بریدونه د تاجکستان څخه یوې ډلې رهبري کول.
حکمتیار وروستي بریدونو ته په اشاره ویلي چې یاد بریدونه د تاجکستان څخه یوې ډلې رهبري کول.
17 دسمبر 2022
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، پر «اېمان جومات» د دوو ناکامو بریدګرو څخه له تر لاسه شویو اسنادو روښانه شوې چې ددې عملیاتو رهبري او سوق اداره له کابل څخه تاجکستان ته انتقال شوې ده.
حکمتیار وايي، په کابل کې د چینایانو پر یوه هوټل، د پاکستان پر سفارت او اېمان جومات وروستي بریدونه د تاجکستانیانو او د تاجکستانیانو په رهبرۍ د یوې ډلې لخوا تر سره شوي دي او په خبره یې دا بریدګر څلور میاشتې وړاندې د ترکیې، اذربایجان او ایران له لارې افغانستان ته راغلي وو.
د حزب اسلامي مشر همداراز ویلي، ددې برید په تړاو یې له اسلامي امارت سره ځینې مسایل شریک کړي او ځواب ته یې په تمه دی.
اړوند موضوعات
حکمتیار وایي، چې د تیرې جمعې په ورځ یې پر جومات دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو
حکمتیا ر زیاتوي چې ددې برید په تړاو به د خپل موقف د اعلانولو په اړه د حزب اسلامي مرکزي شورا غونډه دایره کړي.