حکمتیار وایي، چې د تیرې جمعې په ورځ یې پر جومات دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو

0
186

حکمتیار وایي، چې د تیرې جمعې په ورځ یې پر جومات دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو

د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دارالامان پر سړک د حزب اسلامي د مرکزي دفتر پر ایمان جومات په داسې حال کې چې ګلبدین حکمتیار د جمعې د لمونځ خطبه ویله، دوو بریدګرو برید وکړ، چې د حکمتيار د دوه ساتونکو لخوا ووژل شول.

 

(2022 / 12 / 10   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ګلبدین حکمتیار وایي، چې د تیرې جمعې په ورځ یې پر جومات دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دارالامان پر سړک د حزب اسلامي د مرکزي دفتر پر ایمان جومات په داسې حال کې چې ګلبدین حکمتیار د جمعې د لمونځ خطبه ویله، دوو بریدګرو برید وکړ، چې د حکمتيار د دوه ساتونکو لخوا ووژل شول.

نوموړي تېره ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې ياد بريدګر دواړه د تاجکستان هېواد وو.

تر اوسه پر ښاغلي حکمتیار د برید مسؤلیت کوم کس یا ډلې پر غاړه ندی اخستی.

اړوند موضوعات:

د حکمتیار پر دفتر له برید وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له حکمتیار سره لیدنه کړې

د یادونې وړ ده چې پر حکمتیار برید سره هم محاله کابل کې دـپاکستان پر سفارت هم برید شوی وو، چې هغه برید داعش ډلې پر غاړه اخستی وو چې په نتیجه کې یې کابل کې د پاکستان د شازدافیر یو ساتونکی ټپي شوی وو.

 

Leave a reply