د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شینوارو قوم له یو شمیر قومي مخورو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

0
148

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شینوارو قوم له یو شمیر قومي مخورو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

29 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د شینوارو يو شمېر قومي مخورو او استازو سره وکتل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې راغلو مشرانو د سیاسي معاونیت زيار او هڅو ته په اشارې وويل، تل یې د ولسونو غږ اورېدلی او خلکو په ډاډه د خپل زړه درد ورسره شريک کړی دی.

 

دوی د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ولسونو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د ولسوالۍ په کچه د يو روغتون جوړېدو او نورو پراختیايي چارو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو دولتي ادارو دروازې د ولس پر مخ پرانيستې دي او ټول مسوولين د ولس د خدمت لپاره ګمارل شوي دي. هغه زياته کړه، د ملت او اسلامي امارت ترمنځ باید واټن نه وي، ترڅو خلک هر وخت خپلې ستونزې شريکې کړای شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کراچۍ کې د افغان قونسل او د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره کتلي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، د شینوارو ولسونو د روغتیايي ستونزو حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

Leave a reply