د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کراچۍ کې د افغان قونسل او د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره کتلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کراچۍ کې د افغان قونسل او د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره کتلي.
29مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د زابل او لغمان له امنیه قوماندانانو او د پاکستان په کراچۍ ښار کې له افغان قونسل سره په جلا جلا توګه ولیدل.
خبرپاڼه زیاتوي چې د زابل امنیه قومندان قاري صلاح الدین او د لغمان امنیه قومندان مولوي نجیب الله په دغو ولایتونو کې د امنیتي حالت او د پولیسو د روزنې په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
دوی وویل، د کورنیو چارو وزارت له لارښوونو سره سم په یادو ولایتونو کې د پولیسو لیکې منظمې شوي او د روزنې لړۍ يې لا هم روانه ده.
همدا راز د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونسل مولوي سید عبدالجبار وویل، د دوی او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په هڅو له پاکستاني زندانونو ګڼ شمېر افغان بندیان راخلاص شوي او د اسلامي امارت له لوري ورته تر کابله د راتګ زمینه برابره شوې ده.
د نوموړي په خبره په کراچۍ ښار کې قونسلي خدمتونه په عادي توګه روان دي او هره ورځ ورته لسګونه افغانان مراجعه کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر راغلو مسؤولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، د پولیسو مسلکيتوب یوه اړتیا ده او باید دې برخې ته بشپړ پام وشي.
اړوند موضوعات
سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، په کراچۍ ښار کې د قونسلګرۍ پر لا غوره او چټکو خدماتو ټینګار وکړ.






