د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د پاکستان له سفیر او مل پلاوي سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د پاکستان له سفیر او مل پلاوي سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړي.
27 مئي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې په کابل د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني او مل پلاوي سره ولیدل.
د پاکستان اسلامي جمهوریت سفیر عبیدالرحمن نظاماني وویل، د دواړو لوریو د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او دوی په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
د ښاغلي نظاماني په خبره، پاکستاني چارواکو تل له اسلامي امارت سره پر تعامل، د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو او د بشري مرستو د ډېرېدو په اړه له نړۍ سره خپل مثبت نظر شریک کړی دی.
سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې او پر نېک نیت ولاړې اړیکي غواړي. مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو څخه د پاکستان د کوربتوب او همکاریو په مننې ویل، اړتیا ده چې د سیمه ییز ترانزیټ او په یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې هم دواړه لوري خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل، افغانانو ته د پاکستان د وېزو د ورکړې، په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او په تورخم او سپين بولدک کې د تګ راتګ په برخو کې د لا زياتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم وکړه.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او د سرپل له والي سره د یاد ولایت امینتي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.
په پای کې د پاکستان سفیر په دې اړه ډاډ ورکړ او وې ويل، د ویزې د صدور او په پاکستان کې مېشت افغانانو د ستونزو د حل په اړه به اقدامات وکړي.






