د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او د سرپل له والي سره د یاد ولایت امینتي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او د سرپل له والي سره د یاد ولایت امینتي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.
27 مئي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د سرپل ولایت له والي مولوي محمد یعقوب سره ولیدل.
په دې لیدنه کې مولوي محمد یعقوب د سرپل ولایت به اړه خپل کاري راپور د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړ او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې د کانونو او نورو لویو پروژو امنیت په بشپړ ډول نیول شوی دی.
نوموړي وویل، د سیمه ییزو ادارو چارې په عادي ډول روانې دي، د ادارو ترمنځ همغږي شته او ولسونه له امارت سره همکار دي.
هغه ،همدارنګه د سرپل ولایت د یو شمېر مهمو بنسټیزو پروژو اړوند وړاندېزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سرپل د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم ولایت وباله او د دغه ولایت والي ته یې سپارښتنه وکړه، چې په سرپل کې د لویو پروژو په ښه ډول ترسره کېدل باید ورته کاري لومړیتوب واوسي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د چین له سفیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې امارت به په سرپل کې د اوبو د کمښت ستونزې د حل په موخه اقدامات وکړي.






